فصیح الدین فطرت: د هېواد پولې خوندي او د «اسلامي امارت» تر څار لاندې دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د طالب چارواکو یو پلاوي د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ ته په خپل یوه سفر کې له پولو لیدنه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې د طالب چارواکو یو پلاوي د بدخشان اشکاشم ولسوالۍ ته په خپل یوه سفر کې له پولو لیدنه کړې ده.
د راپور له مخې، دغه سفر کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه، د دغه وزارت نشراتي معین مهاجر فراهي او لوی درستیز قاري فصيح الدین فطرت د اشکاشم بندر ته هم سفر وکړ.د باختر اژانس د راپور له مخې، د طالبانو لوی درستېز قاري فصيح الدين فطرت په دغه سفر کې د ملګرو ملتونو هغه ادعاوې رد کړې چې ګڼې د افغانستان سرحدونه خوندي نه دي.هغه زیاته کړه:« د هېواد پولې خوندي او د تر اسلامي امارت تر کلک څار لاندې دي.»په همدې حال کې، تاجکستان په وار، وار ویلي، چې د افغانستان سره په پوله کې له دغه هېواده وراوښتي ترهګر یې وژلي.تېرکال تاجکستان ویلي و، چې ځواکونه یې په پوله کې د تیارسی په حال کې دي.د روان کال په مې میاشت کې د روسیې په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون په نامه یوه سیمهییز سازمان خبرداری ورکړی و، چې (داعش) ډلې د افغانستان په شمال کې د تاجکستان پولې ته څېرمه خپل څلور زره وسلهوال ځای پر ځای کړي دي.


د تورخم سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له څو ساعتونو تېرېدو وروسته لا هم د پولې دواړو غاړو ته وضعیت کړکېچن دی، طالبان او پاکستاني پوله ساتونکي یو بله ته په مورچو کې ناست دي.
د طالبانو د سرچینو په وینا؛ د تورخم دروازه د مسافرو او سوداګریزو موټرو له کاروانونو پاکه شوې ده.
له هغه ځايه يوه عيني شاهد وويل، چې د مړو او ناروغانو په ګډون هيچا ته د تورخم له لارې د تېرېدو اجازه نه ورکول کېږي.
د پاکستان په یوه روغتون کې د مغزي تومور له امله د مړ شوي افغان ماشوم کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د دویمې ورځې لپاره هم په تورخم کې د خپل ماشوم له جسد سره ولاړ دي.
د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) د تورخم پر پوله د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې، چې د دې ډلې غړو د پاکستان د برید په وړاندې غبرګون ښودلی دی. خو پاکستاني چارواکو د ډزو د پيل پړه پر طالبانو اچولې ده.
ډزې د چهارشنبې په ماسپښین پیل شوې او شاوخوا دوه ساعته یې دوام وکړ. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي؛ ډزې هغه مهال پیل شوې، چې وسله والو طالبانو د تورخم دروازې ته څېرمه د پوستې جوړول پیل کړل او پاکستاني ځواکونو یې د مخنیوي هڅه وکړه.
پاکستاني چارواکو ویلي، چې طالبانو دغه پوسته د دغه هېواد له چارواکو سره له تفاهم پرته په داسې سیمه کې جوړه کړې ده، چې تفاهم نه و موجود.
سیمه ییزو سرچینو افغان انټرنشنل ته ویلي، چې په نښته کې لږ تر لږه دوه طالبان وژل شوي او یو پاکستانی سرتېری ټپي شوی دی.
پاکستاني رسنیو ویلي، چې د دواړو لورو استازو د جګړې له پیل مخکې له یو بل سره لیده کاته کړي دي. خو تر اوسه معلومه نه ده چې د غونډې اجنډا څه وه او د کومې موضوع پر سر شخړه د دواړو لورو ترمنځ په ډزو بدله شوه.
د طالبانو د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وايي، دواړه لوري هڅه کوي، چې د جګړې پر لاملونو او انګيزو خبرې وکړي.
تورخم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مالونو او مسافرو د تګ راتګ اصلي ترانزیت دی. د رسمي شمېرو له مخې له دې لارې هره ورځ لسګونه زره مسافر تګ راتګ کوي.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د تورخم د بندېدو له امله د مېوو، سبزیجاتو او نورو توکو سلګونه بار وړونکي لارۍ پر سړک ولاړې دي.
د ښاغلي سرحدي په وینا له دې جګړې وروسته سوداګرو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

په داسې حال کې چې له بهرنیو چارواکو سره د پخواني ولسمشر کرزي د محدودو ناستو خبرونه خپاره شول، د افغانستان پخواني ولسمشر د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په کابل کې یې د پاکستان له سفیر سره وکتل.
په دې کتنه کې هغه د دواړو ګاونډیو او وروڼو هېوادونو ترمنځ پر معاصرو اړیکو ټینګار وکړ.
داسې ښکاري چې د حامد کرزي پر سفرونو د طالبانو د نویو محدودیتونو په اړه د خبرونو په پراخو خپرېدو سره هغه یو ځل بیا له بهرنیو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.
حامد کرزي ته نېږدې سرچينو د دوشنبې په ورځ (د سلواغې ١٣مه) افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې طالبانو د ایران د اسلامي جمهوري دولت پلاوي ته اجازه نه ده ورکړې، چې له کرزي سره وګوري.
تر دې مخکې طالبانو د کرزي پر بهرنیو سفرونو بندیزونه لګولي وو.
طالبانو ادعا کړې چې دا بندیزونه د داعش له بریدونو څخه د کرزي د ساتنې لپاره لګول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې طالبان له بهرنيو چارواکو سره د کرزي په ليدنو کې د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستلو او د يوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه له خبرو سره موافق نه دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په ګوانتنامو جېل کې د ۵ بندیانو د بښلو اړوند شرطونه رد کړل چې د سبتمبر ۱۱مې بریدګرو سره د مرستې په تور نیول شوي دي. دې کسانو ته څارنوالانو وړاندیز کړی و چې په جرم د اعتراف او د عمر بند سزا منلو سره به له اعدام بچ شي.
د خالد شیح محمد په ګډون چې د سپټمبر یوولسمې بریدونو په پلانولو تورن دی دا پنځه کسان پر ۲۰۰۶ کال په کیوبا کې ګونتنامو جېل ته لېږدول شوي، خو تراوسه یې دوسیه ځنډېدلې او د محاکمې لپاره یې کوم وخت نه دی ټاکل شوی.
د نیویارک ټایمز د راپور له مخې، په دې غوښتنو کې له فردي سلولونو د دوی اېستل او د هغو روغتیايي ستونزو درملول دي چې د تورنو کسانو په وینا د سي ای اې د پلټنو پر مهال ورته پیدا شوې دي.
دې تورنو کسانو له څارنوالانو سره خبرو کې د انصاف غوښتلو خبرې اترې په نوم ځینې نورې غوښتنې هم کړې وې چې د ګډ سیاست اصولو په نوم مشهورې دي، خو جو بایډن رد کړې.
د یوه بندي وکیل اې بي سي نیوز ته ویلي چې د ګډ سیاست اصولو پوره نوملړ نشي شریکولی چې د بایډن ادارې رد کړی دی، خو زیاته یې کړه، دا لېسټ د شکنجې په ګډون د اوږدمهالي بند د شرایطو پر ښه والي چورلي.
د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وایي، «د سپټمبر یوولسمې پېښه تر پیرل هاربر وروسته د امریکا په تاریخ کې تر ټولو بده پېښه وه.»
نوموړي د چارشنبې په ورځ اې بي سي تلوېزون ته ویلي: ولسمشر په دې باور دی چې د ګډې تګلارې د اصولو منل په دې شرایطو کې مناسب نه دي.
حکومت د دې ډاډ ترلاسولو ته ژمن دی چې نظامی کمیسونونه عادلانه دي او له قربانیانو، وارثانو، کورنیو او په جنایت تورنو کسانو سره عدالت کېږي.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر ۱۱ دوه الوتک تښتوونکو په نیویارک کې د نړیوال سوداګریز مرکز له برجونو سره د الوتکو په جنګولو تر درې زرو کسان ووژل.
امریکا په افغانستان کې د اسامه بن لادن په مشرۍ القاعده په دې بریدونو تورنه کړه او د همغه کال د اکټوبر پر ۷ یې د طالبانو د حکومت پرضد هوايي بریدونه پیل او وروسته یې دا ډله وپرځوله.
واشنګټن د ۲۰۱۱ کال په مۍ کې اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد کې د پوځ یوې اډې ته په پنځه سوه مترۍ کې وواژه، خو لا یې هم په افغانستان کې جګړه روانه وساتله.
واشنګټن د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په وروستۍ نېټه له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ تر ۳۰ ټول پوځ له افغانستان وباسه او طالبان بېرته واکمن شول.

د طالبانو امر بالمعروف او نهې له منکر وزارت وايي په خوست کې د دې وزارت د اړوند ریاست پلاوي د ملکي روغتون له مسوولینو سره په اصلاحي ناسته کې له هغوی غوښتي دي، چې ډاکترانې دې حجاب وکړي او د اختلاط د مخنیوي لپاره دې یې کاري ساحه بېله شي.
دغه وزارت د پنچشنبې ورځ - د سنبلې ۱۶ مه - د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي په خوست کې د امربالمعروف ریاست د رییس په مشرۍ یو پلاوي د دې ولایت له ملکي روغتونو څخه په لیدنه کې اړوند مسوولینو ته دا لارښوونه کړې ده چې د ښځینه ډاکترانو کارځي به بېلیږي او حجاب به مراعتوي.
په دغه خبرپاڼه کې راغلي چې پلاوي د ملکي روغتونو ټولو ډاکترانو او کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې خپل سیرت او صورت د نبوي ارشاداتو سره سم جوړ کړي.
دغه خبرپاڼه زیاتوي چې د خوست مرکز او ولسوالیو محتسبینو د ۶۷ جوماتونو له ملا امامانو سره د همغږۍ ناسته کې لارښونې کړي چې په ټولنه کې د منکراتو مخنوی وکړي.
دا په داسې حال کې چې د پلازمینې په شمول په یو شمیر ولایتونو کې د طالبانو د محتسبیونو له چلند څخه خلک ناخوښه دي.
افغانستان انټرنشنل څو ورځې وړاندې مستندې ویډیوګانې خپرې کړي، چې د طالبانو محتسبین افغان ځوانان په عامه ځایونو کې په څپېړو وهي او میرمنو ته اجازه نه ورکوي چې پرته له محرم څخه په بازار کې وګرځي او یا هم په موټرو کې سفر وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د وخت په تېریدو سره د طالبانو لخوا په افغانستان کې پر خلکو په بېلابیلو برخو کې محدودیتونه زیاتیږي، چې په کور دننه او بهر یې د خلکو او نړيوالو سازمانانو غبرګونونه راپارولي دي.

پاکستاني رسنیو د پنجشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) خبر ورکړ، چې په پاکستان کې مېشت شپږ زره افغان کډوال به د روان کال تر پایه کاناډا ته واستول شي. کاناډا د افغان کډوالو د لېږد ټول لګښتونه ورکوي.
ویل شوي، چې د هر کس د وتلو د پروسس فیس ۳۰ ډالره دی، چې کاناډا یې ورکوي.
سربیره پر دې؛ هر هغه افغان چې د ویزې موده خلاصه شوی وي او پرې جریمه راغلې وي دا جریمه هم د کاناډا دولت لخوا ورکول کیږي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې؛ د هر کس جریمه ۸۰۰ ډالره ده.
د پاکستاني رسنیو په وینا؛ د پاکستان حکومت د افغان کډوالو د انتقال په اړه د کاناډا د حکومت له غوښتنې سره موافقه کړې ده.
ویل کیږي هغه کسان چې کاناډا ته لېږدول کیږي، په افغانستان کې د تاوتریخوالي او ځورونې له ګواښونو سره مخ دي.
د طالبانو تر واکمندیو وروسته د کاناډا حکومت اعلان وکړ، چې ۴۰ زره افغان کډوال به ومني. د راپورونو له مخې تر اوسه شاوخوا ۳۵ زره کسان کاناډا ته لېږدول شوي دي.