خیبر پښتونخوا کې د ناقانونه کرنسۍ د کاروبار پر ضد د پولیسو له‌خوا ګډ عملیات پيل شوي

AP ۱۴۰۲ وږی ۱۷

د دغو عملیاتو په ترڅ کې د پېښور په چوک یادګار کې د صرافۍ شاوخوا ۲۰۰ هټۍ تړل شوې دي.

چارواکي وایي، د لنډمهاله لومړي وزیر په امر د بهرنیو اسعارو ناقانونه کاروبار او قاچاق د مخنیوي په موخه په کراچۍ او نورو سترو ښارونو کې پراخه عملیات پيل شوي دي.

پاکستاني پولیس وایي، چې د دغو عملیاتو په پایله کې د ‌‌‌‌‌‌ډالرو نرخ د ازاد مارکېټ او بانکي نرخ سره نږدې شوی او تر ‌‌‌‌‌‌ډېره یې د خپلسریو مخه نېولې ده.
د پاکستان اقتصادي کارپوهان وایي، کېدای شي د دغه شان هڅو په ترسره کولو سره د ‌‌‌‌‌‌ډالر پر وړاندې د پاکستانۍ روپۍ ارزښت اوچت شي؛ خو د اوږد مهال لپاره دغسې عملیات پایله نه شي لرلای او د دوی په وینا باید بنسټيزې لارې چارې ورته ولټول شي.

نور خبرونه

رادیو

ستاسو نظر

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ