د کډوالۍ نړۍوال سازمان: په تېرو درېیو میاشتو کې لسګونه زره خلک له افغانستانه وتلي دي

د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، چې د وري او غبرګولي تر منځ میاشتو کې له ۵۳۲ زره کسانو زیات خلک له افغانستانه وتلي دي. د ملګرو ملتونو د دغه بنسټ په وینا، په همدې موده کې بیا ۸۵۸ زره افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي هم دي.

د ملګرو ملتونو دغه نړۍوال بنسټ د چهارشنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۷مه) وویل، چې تر ډېره افغانان د اقتصادي کمزورتیا، د امنیت د نشتوالي او د کار موندنې په موخه نورو هېوادونو ته کډوال کېږي.
د دې تر څنګ یو شمېر نور بیا د درملنې او یا د خپل خپلوانو د لېدو په موخه د لنډې مودې لپاره له هېواده وځي.
د دغه سازمان د راپور له مخې، افغانستان ته د بېرته ستنېدو ستر لامل له ایران او پاکستانه په زوره د هغوی د اېستلو مسله ده چې په دې وروستیو کې یې زور اخیستی.

د دغه سازمان په خبره، افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کچه د تېر کال پرتله ۳۰ سلنه زیاته شوې ده.
ملګرو ملتونو تل په افغانستان کې د بشري ناورین او د خوړو د نه خوندیتوب له امله خبرداری ورکړی.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي، له همدې امله ګڼ افغانان د کارموندنې په موخه نورو هېوادونو ته مخه کوي چې تر ډېره دغه کډوال ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستان ته سفر کوي.