په ایران کې افغان خبریالان: په جبري توګه د اېستلو له ګواښ سره مخ یو

په تبعید کې د افغان خبریالانو فډراسیون له ایران څخه په جبري توګه د افغان خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو او د پخوانیو سرتېرو د اېستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دغه فډراسیون ویلي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په ایران کې پر افغان کډوالو شرایط سخت کیږي.

ددې فډراسیون په بیانیه کې راغلي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د خبریالانو، د بشري حقونو د فعالانو، د مدني ټولنې د غړو او د پخوانيو سرتېرو لپاره امن ځای نه دی.
په تبعید کې د افغان خبریالانو د فډراسیون غړی محمد رجا وایي: «مونږ د طالبانو د تعقیبولو او د شکنجې له وېرې هېواد پرېښود، خو اوس بیا له ایران څخه له جبري او ژر تر ژره اېستلو سره مخامخ یو.»
نوموړي ویلي، چې له ایران څخه د اېستل کېدو په صورت کې به د طالبانو له نیونې، شکنجې او له نورو غیر انساني چلند سره مخامخ شي.
ښاغلي رجا په ایران کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ پر عالي کمیسارۍ د جدي نیوکې تر څنګ وویل: «نړۍ افغان کډوال په ځانګړې توګه هغه کسان چې له امنیتي ګواښونو سره مخ دي هېر کړي دي.»
له دې سره، په تبعید کې یوه افغانه خبریاله بنفشه ظفري وايي، چې له تېر یوه کال راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو جبري اېستو زور اخیستی دی.
د نوموړې په وینا: «ان هغه کسان هم اېستل کیږي، چې په دې هېواد کې د اوسېدو معتبر اسناد لري .»
یاده خبریاله زیاتوي، چې په ایران کې افغان فعالانو د جبري اېستلو له وېرې څخه په کورونو کې خپل ځانونه بندیان کړي دي.
د بشري حقونو فعاله او ازاده خبریاله سویتا ګوهري وایي؛ په هغو کسانو کې چې اېستل کیږي، یو شمېر داسې کسان هم شته چې ژوند یې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.
د پخواني افغان حکومت له ړنګېدو وروسته د سلګونو بشري حقونو د فعالانو او د خبریالانو په ګډون مېلیونونه کسان ایران او پاکستان ته کډوال شول.
اوس ایران او پاکستان پرېکړه کړې، څو هغه افغانان چې د اوسېدو معتبر اسناد نه لري له دغو هېوادونو وباسي.