طالبانو ویلي، چې د دې ډلې د عامې روغتیا وزیر سویس ته تللی دی
د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د یو پلاوي په مشرۍ سویس ته تللی. د طالبانو د روغتیا وزارت ویلي، چې جلالي په دې ناسته کې د ساري ناروغیو د کنټرول او د ماشومانو د فلج د مخنیوي په برخه کې د روغتیايي مسایلو او له نړۍوالو موسسو سره د لا زیاتې همغږۍ په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، نورجلال جلالي د بېلابېلو نړۍوالو سازمانونو په غونډو کې ګډون کړی او د روغتیايي خدمتونو د پراختیا په اړه یې په افغانستان کې د همکارو موسسو له عمومي مدیرانو سره خبرې کړي او نظرونه شریک کړي دي.