طالبانو د صرافیو د مارکېټونو د تړلو پر دوام دا ځل د هرات ولایت د صرافۍ مارکېټ بند کړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۸

د هرات ولایت اوسېدونکي وایي، چې طالبانو په یاد ولایت کې د صرافیو بازار «خراسان مارکېټ» بند کړ.
د دې ولایت اوسېدونکو نن افغانستان انټرنشنل ته وویل؛ طالبانو تر هغه وروسته دا مارکېټ بند کړ، چې له هټۍوالو یې وغوښتل تر څو د ضمانت په توګه ۶ مېلیونه او ۶۰۰ زره افغانۍ بانک ته وسپاري.

د هرات یوه اوسېدونکي وویل، چې طالبانو د خراسان مارکېت د صرافیو مالکان او لاس پلورونکي په وهلو سره له دې بازار څخه اېستلي دي.
طالبانو خبردای ورکړی، چې هېڅوک له ټاکل شوي ضمانت څخه پرته نه شي کولی خپله صرافي پرانیزي.
دا مارکېټ په داسې حال کې بندېږي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د صرافیو جوازونه او ضمانت حتمي کړي دي.
طالبانو تر دې وړاندې په کندهار، هلمند او فراه ولایتونو کې هم لسګونه صرافۍ د جوازونو د نه لرلو له امله وتړلې.
له دې سره، د طالبانو ګډې کمېټې او د صرافانو ټولنې «د چنګاښ په ۱۸مه» د کابل په شهزاده سرای کې هم د ګرځنده او بې جوازه صرافيو پر فعالیت د یوې لیکلې خبرتیا له لارې بنديز ولګاوه.
په کابل او ولایتونو کې صرافان بیا وايي، چې افغانستان بانک د جواز اخیستلو لپاره لوړ قیمت ټاکلی او دا د ډېرو صرافانو تر توان لوړه خبره ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر واک لاندې مرکزي بانک د روان کال په پیل کې هم اعلان وکړ، چې هېڅ کس یا شرکت ته یې د انلاین صرافۍ د فعالیت جواز نه دی ورکړی او د دوی فعالیتونه غیر قانوني دي.

نور خبرونه

رادیو