د طالبانو د سوداګرۍ وزارت: په تېر کال کې د سوداګرۍ کچه شاوخوا لس مېلیارډه ډالرو ته رسېدلې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، تېر کال یې افغانستان ته د څه باندې ۸ مېلیارډه ډالرو په ارزښت واردات کړي او ۱.۸ مېلیارډه ډالرو په ارزښت یې هم له افغانستانه توکي صادر کړي دي.