د ایران د بهرنیو چارو وزارت سلاکار د طالبانو د رییس الوزرا د مرستیال عبدالکبیر سره تر خبرو وروسته ویلي، چې د دغې ډلې سره د اړیکو مدیریت کول «خورا پېچلی او په سیاسي او ډیپلوماتیکو اړیکو کې تر ټولو سخت مدیریت» دی.
رسول موسوي وايي، په ایران او افغانستان کې «د کورنیو او بهرنیو ننګونو لپاره لاملونه» بیخي زیات دي.
ښاغلي موسوي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې طالبان او ایران په «لوړه کچه» د یو بل سره د اړیکو د مدیریت کولو په برخه کې «ستراتیژیک ارزښت» ته ژمن دي.
دغه ایراني ډیپلوماټ د ننګونو لاملونو ته اشاره کړې، چې د هغه په خبره کېدای شي د ایران او طالبانو تر منځ «ویجاړونکې اغېزې» ولري.
که څه هم چې ایران د طالبانو حکومت د نورو هېوادونو په څېر په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د دغې ډلې سره نږدې راشه درشه لري.
د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال د ایران د بهرنیو چارو وزارت له سلاکار سره د ایران د ولسمشر مسعود پزشکیان د لوړې د مراسمو په څنډو کې خبرې اترې کړې دي.
مولوي کبیر د پنجشنبې په ورځ د حماس ډلې د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره چې په تهران کې ووژل شو، له ایرانه قطر ته رسېدلی دی.