پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ د درېیم کال په درشل کې د عمري په نوم د دې ډلې یو جنګیالي ویلي، چې طالب مشرانو له هغه څخه د جګړې لپاره کار واخیست، خو اوس هېڅ کاره دی.
وال سټریټ ژورنال امریکايي ورځپاڼې په یو راپور کې لیکلي، چې «د طالبانو اسلامي امارت» هغه څه نه دي چې د عمري په څېر جنګیالیو یې خوب لیدلی و.
وال سټریټ ژورنال د طالبانو تر منځ سیاسي شخړو او په افغانستان کې خراب اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره لیکلي، چې حتی د دې ډلې پخواني جنګیالي لکه عمري، د کار موندلو او د خپلو کورنیو د پاللو په برخه کې ستونزې لري.
عمري چې د کابل په لوېديځ کې له ميدان وردګو ولايت څخه له طالبانو سره يو ځاى شوى، د طالبانو د مشرتابه په اړه یې وويل: «دوى له ما څخه د خپلې جګړې لپاره کار واخيست. مګر اوس زه هېڅ نه یم.»
د دې راپور لیکوالې سونه انګل راسموسن ویلي، چې هغه له عمري سره د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو کې کله چې عمري ۲۱ کلن و او په کابل کې اوسیده، لیدلي و.
عمري په ۱۹۹۵ کال کې زیږیدلی او پلار یې په ۱۹۸۰ لسیزه کې د پخوانیو مجاهدینو په جګړه کې د روسانو پر ضد جنګېدلی و. عمري ویلي، چې مخکې له دې چې هغه له ځمکې څخه د وسلې د پورته کولو توان ولري، پرې ډزې یې کولای شوې.
کله چې نهه کلن و، میدان وردګو کې یې امریکايي پوځیان ولیدل. د جګړې په پيل کې د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ ګڼ شمېر اوسېدونکي د امريکايي ځواکونو شتون ته په ښه سترګه کتل او هيله من وو، چې کار به پیدا کړي.
امریکايي ځواکونو د جګړې تر څنګ د یو عصري حکومت بنسټ کېښود او په میلیاردونو ډالر یې د پوهنې، اقتصادي پراختیا او ډیموکراټیکو بنسټونو په برخو کې ولګول.
خو د جګړې په دوام سره حالات بدل شول او په څوارلس کلنۍ کې عمري د مور او پلار له ویلو پرته خپل پلرنی ټاټوبی پرېښود او د پاکستان قبایلي سیمې میرانشاه ته لاړ چیرته چې حقاني شبکه فعاله وه.
د عمري پلار د روسان په دوره کې یو جنګیالی و او هغه فکر کاوه چې اوس د ده وخت دی.
د دغه راپور له مخې، د حقاني شبکې اړوند د ځانمرګو بریدګرو د روزنې مرکزونه تازه جلب او جذب ته چمتو وو. د طالبانو یو ویاند ځانمرګی بریدګر «د ملا عمر توغندي»بللې وو.
د عمري لومړنی ماموریت په ۱۶ کلنۍ کې میدان وردګو کې د هغه کور ته څېرمه د امریکايي پوځیانو د کاروان په لاره کې د یو پل چاودنه وه.
د وال سټریټ ژورنال راپور کې راغلي، چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي نوې کچې عمري خپه کړ. په ۲۰۱۷ کال کې د کابل په یوه ډیپلوماټیکه سیمه کې د موټر بم چاودنې له امله تر ۱۵۰ زیات ملکي وګړي ووژل شول. دا چاودنه د حقاني شبکې د غړو کار و چې د وردګو له چوک څخه راغلي وو.
عمري وویل: «هلته هېڅ بهرنۍ سرتېری نه و. هغوی یوازې مسلمانان ووژل.»
د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې، کله چې طالبانو کابل ونیو، عمري او د طالبانو یو ډلګی مشر له شمال څخه پلازمېنې ته راغلل.
پر کابل د طالبانو له بیا واکمنۍ سره، عمري پرته له دې چې پټ شي، په پلازمینه کې ازاد ګرځیده. هغه خپله ۱۶ کسيزه لويه کورنۍ د کابل لوېديځ ته انتقال کړې ده.
اوس د طالبانو له درې کلنې واکمنۍ وروسته دوی خپل نوي واقعیتونه په ډاګه کړي دي. نړۍوالې ټولنې د افغانستان ټولې ۹ میلیارده ډالره زیرمې کنګل کړي او د هېواد اقتصاد یې له سقوط سره مخامخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې څو میاشتې وروسته له هغې چې طالبانو واک ترلاسه کړ، د افغانستان د ټول نفوس نیمایي برخه له سختې لوږې سره مخامخ شوه. عمري هم وزګار و، او کله چې ژمی راغی، کورنۍ یې په سختۍ سره د ژمي د سونګ توکي چمتو کړل.
عمري بالاخره د طالبانو په ملي دفاع وزارت کې اداري دنده وموندله چې د سهار له ۹ بجو څخه د مازدیګر تر ۵ بجو پورې کار کوي. د اټرنیټ کارول د عمري لپاره یو نوی مګر په بشپړه توګه ستړی کوونکی کار دی. هغه وايي، چې جګړه ډېره وحشتناکه وه، خو په ورته وخت کې د ده لپاره ډېره خوندوره وه.
د دې کال په پیل کې، د طالبانو استخباراتو هغه په کابل کې د داعش د پلویانو د له منځه وړلو لپاره وګوماره. عمري وايي، چې هغه د جګړې په ډګر کې د داعش پر وړاندې مبارزې ته ترجیح ورکوي. هغه وویل: «کله چې جګړه کې وو، بل انتخاب نه و، ژوند اسانه و.»