د طالبانو د بامیان والي:دوښمن د جګړو په ډګر کې ماته خوړلې خو په تبلیغاتي شبکو کې مات نه دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۴

په بامیان ولایت کې د طالبانو والي ویلي: «دوښمن د جګړو په ډګر کې ماته خوړلې؛ خو په تبلیغاتي شبکو کې مات شوي نه دي.»
عبدالله سرحدي په یو سمینار کې د وینا پر مهال زیاته کړې؛ د هغو کسانو خبرو ته باید غوږ و نه نیول شي، چې له بهر څخه دروغ او اوازې خپروي.

د نوموړي په وینا: «مونږ ټول باید سره یو لاس شو او دوښمن ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړو او هیڅکله د هغو کسانو خبرو ته چې له بهر څخه دروغ خپروي غوږ و نه نیسو.»
نوموړي دا خبرې د یاد ولایت د تاریخي او لرغونو سیمو د ارزښت په اړه علمي او تحقیقي سمینار کې وکړې؛ خو دا یې روښانه نه کړه چې موخه یې له دوښمن څخه څوک او څه اوازې یې خپرې کړي دي.
ښاغلی سرحدي په داسې حال دا څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې د طالبانو د استخباراتو مشر هم ویلي وو، چې په افغانستان کې ګرمه او فزيکي جګړه پای ته رسېدلې؛ خو فکري او سړه جګړه لا هم دوام لري.
دا په داسې حال کې ده، چې یو شمېر نورو طالب چارواکو هم په ځلونو ویلي، چې د دوی «د اسلامي نظام» په وړاندې منفي تبلیغات روان دي.
د یادولو ده، چې طالبان په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون، پر ښځو د یادې ډلې د بندیزونو، د تېر نظام د امنیتي سرتېرو نیول او ځورول او د داسې نورو مواردو په اړه راپورونه د بهرنیانو او د دوی د مخالفینو تبلیغات ګڼي.

نور خبرونه

رادیو