پاکستاني رسنۍ: پر کورمې ایجنسۍ د طالبانو د هاوان په برید کې ۵ تنه ټپيان شوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، په کورمې ایجنسۍ کې پر یوې امنیتي پوستې د طالبانو د یو هاوان د لګېدو له امله د یو افسر په ګډون ۵ تنه ټپيان شوي دي. ویل کیږي، چې دغه هاوان له خوست ولایت څخه ویشتل شوی و. د راپور له مخې، د دوو ټپيانو روغتیایي وضعیت نازک دی.




