اردوغان پر لبنان د اسراییلو بریدونه وغندل

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د شنبې په ورځ پر لبنان باندې د اسراییلو وروستي بریدونه وغندل. هغه وویل، چې د لبنان د خلکو او حکومت ترڅنګ ولاړ دی او د دغو بریدونو له قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګندوي.

د تېر کال په اوږدو کې اردوغان په وار وار پر اسراییل د حماس له وسله والې اسلامي ډلې سره د جګړې له امله نیوکې کړې وې.