د حزب الله قوماندان قصیر چې له ایرانه لبنان ته د پیسو او وسلو د لېږدولو مسوول و، ووژل شو

د اسراییل پوځ ویلي، چې د حزب الله یو قوماندان محمد جعفر قصیر چې له ایرانه لبنان ته یې د پیسو او وسلو د لېږدولو چارې په غاړه وې، د سې شنبې په ورځ یې په لبنان کې وژلی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت د قصیر د نیولو په اړه د معلوماتو ورکولو لپاره لس مېلیونه ډالره جایزه هم ټاکلې وه.
قصیر چې په "حاج فادي" مشهور و، بیروت ته د غالۍ، سګرټو، اوسپنې او امونیم نایتریت په قاچاقو سره مېلیارډر شو.
نوموړي په ۲۰۱۷ کال کې ایران ته د بشارالاسد د سفر پر مهال له علي خامنه‌يي سره وکتل.
هغه چې په لبنان کې د حزب الله پخوانی غړی و، د ایران د قاچاق وړونکو تېلو د پلورلو په بهیر کې د ایران له سپاه پاسداران سره همکاري کوله او پیسې یې لبنان ته لېږدولې.
محمد جعفر قصیر د ایران د سپاه پاسداران سره په عربي هېوادونو کې د مخدره موادو په تولید او وېش کې هم لاس درلود.
د سپاه پاسداران له قوماندانانو سره د قصیر نږدې‌والي هغه ته د دمشق هوايي ډګر، د ایران، عراق او سوریې پولو ته لاسرسی اسانه کړی وو.
قصیر د کلونو لپاره لبنان ته د ایراني غالۍ او سګرټو په څېر توکي قاچاقول.
د هغه د اقتصادي فعالیتونو په پایله کې هغه له یو واړه نظامي قوماندان څخه د مالي امپراتورۍ په مشر بدل شو.
د سوریې د جګړې په ترڅ کې د زرګونو جریبه ځمکې د رانیولو او د یو فارم څخه د ډېرو اسونو غلا کول د هغه د مالي امپراتورۍ له بېلګو څخه شمېرل کېږي.