حزب الله د اسراییل پر یوې چورلکې توغندي توغولي دي

حزب الله ویلي، چې د اسراییل په شمال بیت هیلیل ښار کې یې د دغه هېواد په یوې پوځي چورلکې توغندي وېشي چې له امله یې دغه چورلکه شاتګ ته اړ اېستل شوې ده.

حزب الله ویلي، چې د اسراییل په شمال بیت هیلیل ښار کې یې د دغه هېواد په یوې پوځي چورلکې توغندي وېشي چې له امله یې دغه چورلکه شاتګ ته اړ اېستل شوې ده.
حزب الله دا نه دي ویلي، چې دا چورلکه د چهارشنبې په ورځ د دوی په توغندي لګېدلې او که نه.
دا په لبنان کې د اسراییل د بمباریو او په روانه اونۍ کې د لبنان په سوېل کې د اسراییل ځمکني برید له پیل راهیسې پر اسراییلي چورلکو د حزب الله لومړی راپور شوی توغندیز برید دی.

د چمن پرلتوال او ځايي اوسېدونکي یوځل بیا پر طالبانو غږ کوي، چې د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کولو مسله دې حل کړي. د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي وايي، هلته ځايي سیاسي ګوندونه ناتوانه دي.
د چمن د پرلت غړی حمیدالله وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو سره سم د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه په پاسپورټ او ویزې تګ راتګ جبري شوی دی.
نوموړی وایي، په سوېلي پښتونخوا کې سیاسي ګوندونه ناتوانه او د پاکستان د حکومت تر فشار لاندې دي او طالبان باید د دوی ستونزې هوارې کړي.
نوموړی وايي:« دا دروازه د طالبانو د اوسني حکومت په راتګ سره تړل شوې ده؛ خو که د افغانستان اوسنی حکومت د خبرو له لارې د پاکستان له حکومت سره مذاکرات ونه کړي، زموږ پرلت هیڅ ګټه نه کوي، موږ له دربه دریو سره مخامخ یو.»
نوموړی وايي، د چمن او سپین بولدک اوسېدونکي دې په ګډه یوه قومي جرګه جوړه کړي او د ډیورنډ کرښې دواړو لوریو ته د پرتو اوسېدونکو ستونزې دې د دواړو هېودونو له چارواکو سره حل کړي.
د چمن یو بل اوسېدونکی عصمت الله وايي، د تېر یو نیم کال راهیسې په دغه ښار کې کاروبار په ټپه درېدلی دی.
د نوموړي په خبره، د یاد ښار ډېر ځوانان د کار پیدا کولو په لټه د پاکستان نورو ښارونو ته تللي دي. په داسې حال کې چې وړاندې به د کار کولو لپاره د پاکستان له لرو پرتو سیمو څخه خلک دلته د کار کولو لپاره راتلل.
نوموړی وایي:« پر دروازه سوداګري محدوده شوې ده، د عامو خلکو تګ راتګ دواړو خواوو ته محدود شوی دی. ان جنازې وړل راوړل ستوتزمن شوي دي. ډېر کسان کراچۍ او اسلام اباد ته د کار کولو لپاره تللي دي او د پاکستان د حکومت همدا پلان دی، چې باید په دې سیمه کې کاروبار کم شي.»
دا لومړی ځل نه دی، چې د سوېلي پښتونخوا اوسېدونکي د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري شوي پرېکړې د حل په موخه پر طالبانو غږ کوي، تر دې وړاندې هم دغو پرلتوالو له طالبانو ورته غوښتنې کړې وې؛ خو طالبانو تر اوسه د دې مسلې په اړه هیڅ غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې په چمن کې د پاسپورټ او ویزې په غبرګون وهل شوی یوکلن پرلت د یو شمېر حکومت پلوه حکومتي قومي مشرانو په منځګړیتوب د ځینو ژمنو پر بنسټ پای ته ورسول شو.
خو د پرلت له پای ته رسېدو دوه اونۍ وروسته یو ځلې بیا هلته یوشمیر ځوانانو پرلت وواهه او ادعا کوي، چې د پاکستان حکومت او حکومت پلوي قومي مشران پر خپلو ژمنو له دوی سره ونه درېدل.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پر اسراییل د ایران د توغندیو د بریدونو په ځواب کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل د بریدونو له ملاتړه ډډه کړې.
د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، اسراییل ته یې څرګنده کړې چې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل له بریدونو ملاتړ نه کوي.
د اسراييل پر پوځي تاسيساتو د ايران له توغندويي بريدونو وروسته جوبايډن ټينګار وکړ، چې امريکا به له اسراييله بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړي او د توغنديو د بريدونو په غبرګون کې به پر ايران نور اقتصادي بنديزونه ولګول شي.
جوبایډن وویل، د کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او بریتانیا په ګډون د جي ۷ هېوادونو هوکړه کړې چې د ایران په اټومي پروګرام به بریدونه کوي.
هغه وویل، چې د منځني ختیځ ټوله سیمه اوس له ګواښ سره مخامخ ده، د جي ۷ هېوادونو هم پر ایران د نویو بندیزونو د لګولو هوکړه کړې ده.
دوه ورځې وړاندې ايران د اسراییل په بريدونو کې د حماس د مشر اسماعيل هنيه او د حزب الله د مشر حسن نصرالله د وژنې غچ اخيستلو په موخه په مستقيم ډول پر اسراییل تر ۲۰۰ ډېر توغندي وتوغول.
ایران ویلي، چې یوازې د اسراییل پوځي تاسیسات یې په نښه کړي.
ایران خبرداری ورکړی، چې که اسراییل غچ واخلي؛ نو له سخت غبرګون سره به مخ شي.
د ایران له برید وروسته د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو په ځواب کې وویل، چې ایران به د دغو بریدونو بیه پرې کړي.
د اسراییل پخواني لومړي وزیر نفتالي بېنېټ هم د اسراییل پر اوسني حکومت د ایران د اټومي وسلو د برید غوښتنه کړې وه.

رویټرز خبري اژانس د ایراني سرچینو له حوالې ویلي، چې ایت الله خامنهیي د اسراییل له بریده څو ورځې وړاندې حسن نصرالله ته د اسراییل پلان په اړه خبرداری ورکړی و او هغه ته یې ویلي و چې له لبنانه ووځي.
د ایراني سرچینو په وینا، ایت الله خامنهیي حسن نصرالله ته د اسراییلي پلان په اړه خبرداری ورکړی و.
ايراني سرچينې وايي، چې د پيجرونو چاودنو سمدستي وروسته خامنهیي د حزب الله مشر ته پيغام ولېږه، چې ايران ته راشي.
ایراني سرچینو ویلي، چې خامنهیي پرون پر اسراییل د توغندیو د بریدونو امر کړی و.
سرچینو زیاته کړې، چې ایران اوس د لوړپوړو ایراني چارواکو په منځ کې د اسراییلي جاسوسانو له وېرې اندېښمن دی.
د دغو سرچینو په وینا، ایران په حزب الله او ایراني تاسیساتو کې د بې باورۍ د فضا له امله د خامنهیي د خوندیتوب په اړه اندېښمن دی.
ایت الله خامنهیي د حزب الله د مشر له وژنې وروسته یو نامعلوم ځای ته انتقال شوی دی.
د لبنان د حزب الله مشر حسن نصرالله د سپټمبر په ۲۷مه نېټه په بيروت کې د اسراییل په بريد کې ووژل شو.
ایران تېره ورځ د حماس د مشر اسماعیل هنیه او حسن نصرالله د غچ اخیستو لپاره پر اسراییل برید وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د زیاتېدونکي کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. دغه وزارت وایي، چې نړۍواله ټولنه دې په سیمه کې د تاوتریخوالي کمولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې په يوه بيان كې ویلي، چې نړۍواله ټولنه دې د ترهګرۍ كمولو لپاره ګړندي ګامونه واخلي او ټولې خواوې دې سولې ته لومړيتوب وركړي.
د ممتاز زهرا بلوڅ په وینا، د اسراییل د اقداماتو په پایله کې د نړۍوالو قوانینو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه په سرغړونې سره په غزه کې د روانې نسل وژنې سره د سیمې سوله او امنیت له ګواښ سره مخ شوي دي.
هغې زیاته کړې، پر لبنان وروستي برید دغه کړکېچ لاپسې زیات کړی دی.
هغه وایي، په فلسطین، لبنان او سیمه کې د بې ګناه ملکي وګړو ژوند له ګواښ سره مخ دی، د فلسطین، لبنان او د سیمې خلک د دې حق لري چې له وېرې او تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.

د حماس د عزالدین قسام پوځي څانګې د سې شنبې په ورځ په تل ابیب کې د ډزو او چاقو برید مسوولیت پر غاړه واخیست، چې په ترڅ کې یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
دا پر اسراییل د ایران له توغندیز برید مخکې شوی؛ خو د حماس د عزالدین قسام پوځي ځانګه وایي، چې دا برید په داسې حال کې شوی، چې ایران پر اسراییل د توغندیو برید وکړ.
د اسراییلي پولیسو په وینا، دوه برید کوونکي د ریل ګاډي یوه پټلۍ ته ننوتل چې په تمځای کې ولاړ وو او په مسافرو یې ډزې وکړې.
بیا یې په پیاده خلکو برید ته دوام ورکړ تر هاغه چې یو یې د امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شو او دویم یې سخت ټپي شو.
