د اروپايي ټولنې د شورا مشر وايي، د اروپا راتلونکې باید د امریکا په ټاکنو پورې تړلې نه وي
د اروپايي اتحادیې د شورا مشر چارلس میشل وايي، د دې اتحادیې راتلونکې باید د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو پورې تړلې نه وي. ښاغلي میشل د امریکا د ولسمشرۍ له کاندیدانو ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس وغوښتل، چې د اروپا په وړاندې ملاتړو سیاستونو ته غاړه کیږدي.
د اروپایی اتحادیې د شورا مشر چارلس میشل د امریکا د ټاکنو په درشل کې وویل:« د کمالا هرېس او ډونلډ ټرمپ ترمنځ یقیناً اختلافات شته او په لنډه موده کې به حالات مختلف وی؛ خو په اوږدمهال کې ګومان نه کېږي چې د اروپا په اړه دې د دغو دوو نوماندانو په نظر کې توپیر وي.»
د اروپايي ټولنې د شورا مشر څرګنده کړه، چې د اروپا د ۲۷ هېوادونو بلاک باید د امریکا د انتخاباتو نتیجو ته په وېره او تشویش ونه ګوري.
هغه زیاته کړه، چې تر اوسه معلومه نه ده چې د امریکا د ولسمشرۍ څوکۍ به څوک وګټي.
چارلس میشل وویل: "زه نه غواړم چې زما د ماشومانو راتلونکې په دې پورې تړلې وي، چې څوک د متحده ایالاتو، چین یا روسیې راتلونکی ولسمشر وي."
هغه زیاته کړه چې هغه غواړي د هغه ماشومان او لمسیان د خپل برخلیک مسؤل وي ځکه چې دا اروپا ده چې د دوی راتلونکي او برخلیک ټاکي.
د اروپايي ټولنې هېوادونه د امریکا د راتلونکې میاشتې ولسمشریزو ټاکنو ته په اندېښنه کې دي، چې ښايي پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ بېرته واک ته ورسېږي.
دا ټاکنې د اروپايي ټولنې لپاره په یوه حساس وخت کې کیږي، چې له اوکراین سره د روسیې جګړه دوام لري.
ډونلډ ټرمپ د ناټو د منحلولو، له مسکو سره د اوکراین په اړه د چټکې معاملې او د سوداګریزو تعرفو د لګولو په ګواښولو سره د واشنګټن اروپايي متحدین اندېښمن کړي دي.
د اروپايي ټولنې دغه چارواکي په داسې حال کې په اروپايي هېوادونو د امریکا د انتخاباتو د پایلو د اغېز په اړه خبرې کړې دي، چې د یوې څېړنې موندنې ښيي چې د ټرمپ بریا د جرمني اقتصاد ته سخت زیان رسولی شي.
تر دې مخکې د جرمني د اقتصاد انسټیټیوټ په یوه راپور کې لیکلي وو، چې که د جمهوري غوښتونکو ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ واک ته ورسیږي او د امریکا او اروپا ترمنځ سوداګریزه شخړه رامنځ ته کړي، جرمني ته به لوی زیان وي.
له بلې خوا، که ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي، هغه له اروپا څخه پر وارداتو د ۱۰-۲۰٪ تعرفو اعلان کړی دی.