هرېس په وروستۍ نظرپوښتنه کې مخکښه ده
د متحده ایالاتو د ټاکنو په تړاو وروستۍ نظرپوښتنه ښيي چې مرستیاله ولسمشره کاملا هرېس له ټرمپ نه درې امتیازه مخکې ده . دغه نظرپوښتنه چې د سه شنبې په ورځ ترسره شوې، کاملا هرېس ۵۰ سلنه او ټرمپ ۴۷ سلنه ملاتړ پکې ترلاسه کړی.
د اې بي سي/ایپسوس ورته یوه نظرپوښتنه چې د یکشنبې پر ورځ ترسره شوې وه، ښيي چې کاملا هرېس د ټرمپ د ۴۷ سلنې پر وړاندې په څلورو امتیازونو مخکښه ده او ۵۱ سلنه ملاتړ یې ترلاسه کړی.
دغه راز سي بي اېس هم د یکشنبې پر ورځ ورته یوه نظرپوښتنه خپره کړې، چې هرېس په سختۍ سره په یوه امتیاز له ټرمپ نه وړاندې ده.
خو په ورته وخت کې نورې نظرپوښتنې د دواړو نوماندانو ترمنځ د سختې سیالۍ ښکارندويي کوي او ټرمپ پکې بریالی شوی چې له کاملا هرېس سره خپل واټن راکم کړي.
د امرسن کالج یوه نظرپوښتنه چې د اکتوبر پر ۲۳مه او ۲۴مه خپره شوې، ښيي چې نوماندان په ۴۹ سلنه کې بنبست ته رسېدلي او دا له اګست میاشتې را په دې خوا لومړنۍ نظرپوښتنه ده چې هرېس له ټرمپ نه پکې مخکښه نه ده.
د ټایمز/سینا یوه نظرپوښتنه چې د جمعې پر ورځ ترسره شوې دواړه نوماندان په ۴۸ سلنه ملاتړ سره مساوي دي.
د فوربیس د رپوټ له مخې، هرېس دمګړۍ په میشیګن او ویسکانسن کې مخکښه ده، په داسې حال کې چې ټرمپ په پنسلوانیا، جنوبي کارولینا، جورجیا او اریزونا ایالتونو کې په کم توپیر وړاندې دی. په نوادا ایالت کې سیالي سرپر سر ده.
د سرچینې په باور، په ډیری محوري ایالتونو کې مخکښ توب د یوې سلنې په کچه دی چې ددواړو نوماندانو ترمنځ د سختې سیالۍ ښکارندويي کوي.
د فوربیس په باور، د وړاندوینې موډلونه په مساوي ډول ویشل کیږي. د پنځه او ۳۸ وروستی موډل د ټرمپ په تړاو له سلو د ۵۴ بري اټکل کوي، په داسې حال کې چې هرېس ۴۶ سلنه چانس لري.