له '۶۲ مېلیونو' زیاتو امریکایي وګړو له وخته وړاندې خپلې رایې وکارولې
د فلوریډا د پوهنتون د ټاکنو د ازمایلو څانګې ویلي، چې تر دې دمه له ۶۲ مېلیونو څخه زیاتو امریکایانو د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې خپلې رایې کارولې دي.
له وخته وړاندې د رایو کارول د امریکا په سږنیو ټاکنو کې بې مخینې وه، چې د خلکو د تاوده هرکلي سره مخامخ شوې ده.
په امریکايي رسنیو کې د خپرو شویو شمېرو له مخې، یوازې د جورجیا په ایالت کې ۳.۶ مېلیونه خلکو له وخته وړاندې خپلې رایې کارولې، چې دغه شمېر د نوم لیکنې د شمېرو له نیمايي زیاته برخه جوړوي.
د کارپوهانو په باور، د رای ورکونکو غښتلې عاطفه او له وخته مخکې د ټاکنو په قانون کې د رایو په کارولو کې راغلی بدلون د خلکو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوی دی.
په امریکا کې ولسمشریزې ټاکنې له نن څخه څلور ورځې وروسته، د لړم په ۱۵مه (د نومبر په پنځمه) تر سره کېدونکې دي.