د هرېس د ټاکنیز کمپاین ډله: ټرمپ کولای شي د رایو له شمېرلو وړاندې د خپلې بریا ادعا وکړي

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندې کمالا هرېس کمپاین پر دوام؛ د هغې د ټاکنیز کمپاین ډلې ویلي، چې ډونالډ ټرمپ کولای شي د ټاکنو په ورځ د رایو له شمېرلو مخکې د خپلې بریا ادعا وکړي.

له بلې خوا د ټیګزاس ایالت د اسمبلۍ غړي سلمان بوجاني په ټاکنو کې له مسلمانو رایه ورکوونکو څخه غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې مسلمانه ټولنه باید د "هرېس" ټاکنیز ټکټ ته د یوه عملي او ګټور انتخاب په سترګه وګوري.