هرېس د ټلیفون لارې خلکو ته بلنه ورکړه چې د رایې ورکولو په بهیر کې ګډون وکړي

د ډېموکراټانو نومانده کمالا هرېس د ټلیفون لارې خلکو ته بلنه ورکوي، چې د رایې ورکولو په بهیر کې ګډون وکړي. نوموړې دغه اقدام د خپل کمپاین په وروستیو شېبو کې په واشنګټن کې د ډېموکراټانو د ملي کمیټې په مقام کې وکړ.

هرېس د ټلیفون له لارې له خلکو وغوښتل، چې د امریکا د راتلونکي برخلیک ټاکلو په برخه کې فعاله ونډه واخلي.
د ډېموکراټانو ټاکنیز دفتر وایي، چې د هرېس دغه اقدام په ټاکتو د خلکو د ګډون د هڅولو او د رایه ورکوونکو رایو ته د ارزښت ورکولو ښکارندویي کوي.
کمالا هرېس یوه امریکایي سیاستواله، وکیله او د ډیموکراټ ګوند غړې ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د متحده ایالاتو د لومړنۍ ښځینه او تورپوستې مرستیالې ولسمشرې په توګه وټاکل شوه.
کمالا هرېس تر هغه وروسته د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده شوه، چې د ډېموکراټ ګوند نوماند او د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپلې نوماندۍ لاس پر سر شو.
د هغې پلویان ادعا لري چې د کمالا هرېس موجودیت او ولسمشرۍ ته نوماندي د دې ګواهي ورکوي چې امریکا یو متنوع ټولنه ده او د ډېموکراسۍ په اساس هر څوک د خپلو هلو ځلو له لارې د بدلون لامل کیدای شي.