واشنګټن ډي سي کې د ممکنه نارامۍ د مخنیوي لپاره کلک امنیتي تدبیرونه نیول شوي
د امریکا متحده ایالتونو د سیاست مرکز واشنګټن ډي سي کې د ټاکنو په ورځ یا تر هغه وروسته د ممکنه نارامۍ د مخنیوي لپاره امنیتي تدبیرونه ډېر شوي دي.
په دغه ښار کې د ډېری سوداګریزو مرکزونو او پلورنځیو کړکړۍ او ننوتلارو کې تختې لګول شوې دي.
ور سره د ملي ګارډ سلګونه سرتېري په پلازمېنه واشنګټن ډي سي او ځینې نورو ایالتونو لکه الاباما، اریزونا، دلاور، ایووا، ایلینوی، شمالي کارولینا او نوې مکسیکو کې تیارسي شوي دي.