د کانګرس پخوانی غړی وايي، ټرمپ به په ټاکنو کې ماتې ونه مني
د جمهوري غوښتونګو او کانګرس پخوانی غړی جو والش چې په دغو ټاکنو کې یې د کمالا هرېس ملاتړ کړی، وايي هغه باور نه لري چې ټرمپ به په ټاکنو کې ماتې ومني.
والش الجزیرې ته ویلي:« زه باور لرم، چې ډونالډ ټرمپ زموږ ډیموکراسۍ ته یو لوی ګواښ دی.»
هغه زیاته کړې ده:« راځئ چې هیر نه کړو، ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو د ټاکنو د ړنګولو هڅه وکړه.»
د هغه په وینا، ټرمپ لا تر اوسه د ۲۰۲۰کال ټاکنې نه دي منلي.