‏د امریکا په کلیدي ایالتونو کې د ولسمشریزو ټاکنو تازه حال

د اسوشیېټېډ پرېس د راپورونو له مخې، په جورجیا او شمالي کارولینا کې ډونالډ ټرمپ تر دې دمه مخکښ دی.

خو بیا په میشیګان، پنسلوانیا او وېسکانسین کې کمالا هرېس مخکښه ده.
د راپورونو له مخې، تر دې دمه د اریزونا او نوادا د رایو پایلې لا څرګندې نه دي.