سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له بېرته ستنېدو سره به د هغه پر وړاندې ټولې شته دوسیې وتړل شي
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ په بېرته ستنېدو سره به د هغه پروړاندې ټولې شته دوسیې تر راتلونکو څلورو کلونو پورې وتړل شي.
د هغو سرچینو له قوله چې له رویټرز سره یې خبرې کړي، د امریکا د عدلیې وزارت ځانګړي سلاکار جک سمېټ د هغو لارو په لټه کې دی، چې د ډونالډ ټرمپ د کار له پیل څخه مخکې د نوموړي پر ضد قضیې حل کړي.
دا پریکړه د یاد وزارت د پخوانیو سیاستونو په چوکاټ کې شوې ده، چې د ټاکل شوي ولسمشر له قانوني تعقیب څخه مخنیوی کوي.
ټرمپ چې د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د کمالا هرېس په ماتولو سره بریالی شوی په دې تورن دی، چې د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې یې له ماتې وروسته په واک کې د پاتې کېدو هڅې کړي او په ۲۰۲۱ کال کې یې د سپینې ماڼۍ له پرېښودو سره وروسته محرمانه اسناد په غیر قانوني توګه ساتلي دي.
ټرمپ تر دې وړاندې اعلان کړی و، چې غواړي د کار له پیلېدو سره اسمېټ له دندې لرې کړي، ځکه په دې اقدام سره د نوموړي پروړاندې د فډرال روانې دوسیې بندېږي.
د امریکا په دوو ایالتونو نیویورک او جورجیا کې هغه نورې دوسیې چې د نوموړي پروړاندې شته د ټرمپ له لوري یې کنټرول محدود دی، خو د ښاغلي ټرمپ موقعیت ته په کتو سره دا لرې ده، چې هغه به له کومې ناوړه پایلې سره مخ شي.