بارک اوباما د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا مبارکي ورکړه
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما د خپل اېکس له لارې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د بریا مبارکي ورکړه.
نوموړي د جمهوري غوښتونکو او ډېموکراټانو ترمنځ اختلافونو ته په اشارې سره لیکلي: «که څه هم په ډېریو مسایلو کې مو له جمهوري غوښتونکو سره ژور اختلافونه درلودل، خو بیا هم دا هغه پایلې نه وې، چې مونږ یې تمه درلوده. خو د ډېموکراسۍ ژوند په دې معنا دی، چې زمونږ لیدلوری به نه بریالی کېږي او مونږ په سوله ییزه توګه د واک لېږد ته لېوالتیا لرو.»
اوباما دغه راز په ولسمشریزو ټاکنو کې د هرېس د ټاکنیز ټیم له هڅو هم مننه وکړه.
د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او مېرمن یې میشل اوباما د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ډېموکراټ ګوند له نوماندې کمالا هرېس څخه ملاتړ وکړ.
دوی هرېس ته ډاډ ورکړی و، چې هڅه کوي له هغې سره د ټاکنو په ګټلو کې مرسته وکړي.
بارک اوباما له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د امریکا ولسمشر و او تر دې مخکې یې د جوبایډن په کمپاین کې برخه اخیستې وه او ملاتړ یې کړی و.