کمالا هرېس: د ټاکنو پایلې هغه شان چې موږ یې په تمه وو، هغسې نه وې

د امریکا د ولسمشر مرستیالې او د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس په ولسمشریزو ټاکنو کې د خپلې ماتې له منلو وروسته ژمنه کړې، چې خپلې 'مبارزې' ته به دوام ورکوي.

هغې ویلي: «د ټاکنو پایلې هسې نه وې، لکه څنګه چې موږ یې تمه لرله.»
د واشنګټن په هوارډ پوهنتون کې کمالا هرېس په یوه وینا کې خپلو پلویانو ته وویل:« تاسو مه مایوسه کېږئ.»
کمالا هرېس خپلو پلویانو ته ویلي: «دا د غصې او ناهیلۍ وخت نه دی. دا وخت د دې دی، چې لسټوني بډ وهو او لاس په کار شو.»

د هغې په وینا، دا د جمهوریت اصول دي چې په ټاکنو کې خپله ماتې ومنو او واک منتخبه ولسمشر ته وسپارو.
نوموړې ډونالډ ټرمپ ته د ټیلیفون په کرښه د ولسمشریزو ټاکنو د بریا مبارکي هم ورکړې ده.
خو هرېس وړاندې ویلي، د هېواد لپاره یې د ډونالډ ټرمپ له‌خوا وړاندې شوی لید لوری ورته د منلو نه دی.