یو څېړنیز بنسټ د طالبانو په رسمیت پېژندل د افغانانو له حقونو ښکاره سرغړونه بللې

د افغانستان د حقوقي مطالعاتو او څېړنو مرکز د روسیې له‌خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه د افغانانو له حقونو نه ښکاره سرغړونه بللې ده. دغه بنسټ وايي، روسیې پر «افغانانو تېري کوونکی او د بشري حقونو سرغړونکی نظام» ته سیاسي ملاتړ ورکړی دی.