د کونړ ناورین

د ماشومانو د ژغورنې اداره: په کونړ کې زرګونه ماشومان خوړو او اوبو ته اړتیا لري

د ماشومانو د ژغورنې نړۍواله اداره وايي، چې په کونړ کې ماشومان بېړنیو خوړو، اوبو او سرپناه ته جدي اړتیا لري. دغې ادارې ویلي، چې په سیمه کې د زلزلې له امله د مړو شمېر زيات شوی دی.