د خوړو نړیوال پروګرام وايي زلزله ځپلو ته له بودجې پرته یوازې څو اونۍ مرستې رسولای شي

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوالو پروګرام ویلي، چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د بیړنیو خوراکي توکو مرستې رسوي، خو دا لړۍ به له نوې بودجې پرته یوازې څو اونۍ دوام وکړي.





