د کونړ ناورین

طالبان وایي، په تېرو دوو ورځو کې د دوی هوایي ځواکونو زلزله ځپلو سیمو ته ۱۵۵ الوتنې کړې دي

د طالبانو د دفاع وزارت خبر ورکړی، چې په تېرو دوو ورځو کې د دغې ډلې هوایي ځواکونو د ختیځو ولایتونو او په ځانګړې توګه د کونړ زلزله ځپلو سیمو ته ۱۵۵ الوتنې کړې دي. دغه وزارت ویلي، چې په دغه الوتنو کې یې نږدې ۲زره ټپیان، د هغوی پایوازان او روغتیاپالان لېږدولي دي.