د کونړ ناورین

د ننګرهار حوزوي روغتون: د کونړ له زلزله ځپلو سیمو نږدې ۸۵۰ ټپیان راوړل شوي دي

په ننګرهار حوزوي روغتون کې د طالبانو ځايي مسوولینو ویلي، چې له کونړه نږدې ۸۵۰ ټپیان وروړل شوي چې تر ۵۰۰ ډېر لاهم په دغه روغتون کې بستر دي. د ننګرهار ولایت لپاره د دغې ډلې د رسنیو دفتر پر اېکس پاڼه لیکلي، چې لاهم له کونړ څخه د ټپیانو د لېږد لړۍ روانه ده.

د یاد دفتر د معلوماتو له مخې؛ د ۱۷۸ کسانو لوی او واړه عملیاتونه شوي او تر ۲۵۰ ډېرو ټپیانو ته وینه ورکړل شوې ده.