د کونړ ناورین

جاپان د افغانستان له زلزله ځپلو سره بیړنۍ مرستې اعلان کړې

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال فدراسیون د غوښتنې پر بنسټ، د جاپان حکومت پرېکړه کړې، چې د جاپان نړیوالې همکارۍ ادارې له لارې به افغان زلزله ځپلو ته بیړنۍ مرستې ولېږي. په دې مرستو کې خېمې، کمپلې او نور اړین توکي شامل دي.