حقانیه مدرسې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستۍ نښتې په اړه اندېښنه وښوده

د پاکستان حقانيه مدرسې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړه خواوو یې غوښتي، چې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.

د پاکستان حقانيه مدرسې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه اندېښنه ښودلې او له دواړه خواوو یې غوښتي، چې اختلافات د خبرو له لارې حل کړي.
د پاکستان اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د یادې مدرسېد خبرپاڼې له مخې لیکلي، جګړه او دښمني به نه يوازې پاکستان او افغانستان؛ بلکې ټولې سيمې ته زیان ورسوي. په خبرپاڼه کې ټينګار شوی، چې پاکستان تل د افغانستان په اړه نرم دريځ لاره او د سختو حالاتو پرمهال یې د افغان ولس سياسي او اخلاقي ملاتړ کړی دی.
خبرپاڼې زیاته کړې، افغانستان باید د پاکستان احسان هېر نه کړي او باید پاکستان هم له داسې کړنو لاس واخلي چې په پایله کې یې طالبان د پاکستان ضد عناصرو ته نږدې شي.
که څه هم ډېری طالبان د پاکستان په دیني مدرسو او په تېره بیا حقانیه مدرسه کې زدهکړې کړې؛ خو د دوی ترمنځ اوس هغه پخوانۍ اړيکې نهدي پاتې.
څو ورځې وړاندې د پاکستان د علماوو شورا مشر مولانا طاهر اشرفي طالبانو ته پېغور ورکړی و او ویلي یې و، چې «موږ ستاسو شاګردان نه یو؛ بلکې تاسو زموږ شاګردان یاست.» هغه زیاته کړه، په تاسو کې داسې خلک هم فتوا ورکوي چې د «سوره اخلاص» په معنا نه پوهېږي.
که څه هم د پاکستان حقانیه مدرسه، اکوړه مدرسه او کراچۍ کې دارالعلوم مدرسو مشران خپلې مدرسې د دیوبند څانګې بولي؛ خو د پاکستان مشهور دیني عالم مولانا محمدخان شېراني وايي، چې د پاکستان ديني مدرسې د پاکستاني استخباراتو مرکزونه دي او تل یې ديني دریځ د پاکستان له استخباراتي دریځ سره تړلی وي.