کاناډا د نږدې ۴.۶مېلیارده ډالرو په ارزښت د کانونو د کېندنې بهیر ګړندی کوي

د کاناډا د انرژۍ او طبيعي زېرمو وزير ټيم هاډسن د جمعې په ورځ وويل، هېواد به یې د «د مهمو منرالو د توليد» په چوکاټ کې د ۴.۶ مېلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت د کان کېندنې پروژې چټکې کړي. دا اعلان ټورنټو کې د انرژۍ او چاپېريال اړوند د جي ۷ هېوادونو د دوه ورځنۍ ناستې په پای کې وشو.