د برېټانیا د مالیې وزیره د شتمنو کسانو پر کورونو مالیه لوړوي

د برېتانيې د ماليې وزيره راچل ریوېز د بوديجې په طرحه کې پلان لري چې د شتمنو کسانو پر کورونو مالیه لوړه کړي. د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، دا اقدام د ښاروالۍ د نوي مالیاتي پلان او د دولتي خزانې د لوړې کټګورۍ اړوند د عوایدو زیاتیدو تر ټولو غوره لار ګڼل کېږي.