ملګري ملتونه او شریکان یې له زلزلهځپلو سره د مرستو وضعیت ارزوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR)د افغانستان په شمال کې د ویجاړوونکي زلزلې له امله خپله ژونده اندېښنه څرګنده او له زلزلهځپلو سره یې خپله خواخوږي هم شریکه کړې ده.
دغې کمېشنرۍ د دوشنبې په ماخوستن (د لړم ۱۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، یاد زلزلهځپلي بېړنیو مرسته ته اړتیا لري او زیاتوي: «ملګري ملتونه او شریکان یې د مرستې چمتو کولو لپاره وضعیت ارزوي.»




