اسلامي جمعیت ګوند هیله څرګنده کړې، چې مرستندویه ادارې له زلزلهځپلو سره بېړنۍ مرستې وکړي

د صلاحالدین رباني په مشرۍ د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند هیله څرګنده کړې، چې مرستندویه ادارې د هېواد په شمالي ولایتونو کې د یکشنبې په شپه د شوې زلزلې له اغېزمنو خلکو سره بېړنۍ مرستې ترسره کړي.




