اوچا: د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله له ۹۰ ډېر کورونه نړېدلي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې له ۹۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د افغانستان په شمال کې د وروستۍ زلزلې له امله په سمنګان او بلخ ولایتونو کې له ۹۰ څخه زیات کورونه ویجاړ شوي دي.
اوچا د سې شنبې په ورځ، د لړم پر ۱۳مه وویل، چې یوازې د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې چې د زلزلې مرکز و، له ۵۰څخه زیات کورونه تخریب شوي دي.
دغه دفتر وايي، د لومړنیو راپورونو پر بنسټ، په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د زلزلې له امله ۲۸ تنه مړه او ۹۴۵ نور ټپیان شوي دي.
اوچا زیاتوي، د زیانونو د ارزونې بهیر لا هم روان دی او ښایي د مړو شمېر نور هم لوړ شي.
د تېرې شپې زلزلې د سرپل په ګډون د افغانستان د شمال نور ولایتونه هم لړزولي، خو د سمنګان او بلخ ولایتونه یې تر ټولو زیات زیانمن کړي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) په وینا، زلزلې یو شمېر روغتیایي مرکزونو ته هم زیان اړولی، چې د سمنګان د «بلغلي» د لومړنیو روغتیایي پاملرنو کلینیک او د بلخ ولایت ورته مرکزونه پکې شامل دي.
د دغه سازمان په وینا، د سمنګان ولایتي روغتون هم له لږو زیانونو سره مخ شوی.
ویل کېږي چې د دغه روغتون د لابراتوار برخه نړېدلې او یو شمېر اړین طبي وسایل یې له منځه تللي دي.
بل خوا د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د هېواد په شمال کې د زلزلې له امله د بلخ تاریخي ودانۍ روضې او د سمنګان ولایت د جهان نما بڼ په شمول ځینو تاریخي ابداتو ته هم جزوي زیانونه اوښتي دي.