د افغانستان په شمال کې زلزله ځپلي د بېړنیو مرسته غوښتنه کوي

د افغانستان په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه سمنګان او بلخ ولایتونو کې زلزله ځپلي وايي، که ژر یې لاسنیوی ونهشي؛ نو دوی به له جدي ستونزو سره مخ شي. د بلخ د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی محمد ظریف وايي، چې زلزلې درانه زیانونه ور اړولي او بېګاه شپه یې د شنه اسمان لاندې تېره کړې ده.




