ایران وايي چې که اړتیا وي د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته ژغورډلې استوي

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر د افغانستان په شمال کې پر زلزلې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې د اړتیا په صورت کې به د ژغورنې ټیمونه زلزله ځپلو سیمو ته واستوي.

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر د افغانستان په شمال کې پر زلزلې خواشیني ښودلې او ویلي یې دي، چې د اړتیا په صورت کې به د ژغورنې ټیمونه زلزله ځپلو سیمو ته واستوي.
دایران د سرې میاشتې رییس د طالبانو د سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور ته په خپل پیغام کې د قربانیانو کورنیو او د طالبانو د سرې میاشتې ادارې ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي او ویلي یې دي چې زلزلې د خلکو ژوند ته تاوان رسولی، سلګونه کسان یې ټپیان کړي او د استوګنې او زیربناوو ډېرې برخې یې زیانمنې کړي دي.
هغه ټینګار کړی چې د ایران د سرې میاشتې ټولنه په دې سختو شېبو کې د افغانانو ترڅنګ ولاړه ده او چمتو ده چې د اړتیا په صورت کې د ژغورنې ټیمونه، طبي ډلې او بشري مرستې اغېزمنو سیمو ته واستوي.
د اوچا د راپورونو له مخې، د افغانستان په شمال کې د زلزلې له امله د اغېزمنو کسانو شمېر ۹۴۵ تنو ته رسېدلی، چې له دې ډلې ۲۷تنه مړه شوي.
ډېری مرګ ژوبلې د بلخ او سمنګان په ولایتونو کې ثبت شوې دي.