طالبانو په پکتیا کې درې کسان په عام محضر کې په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په پکتیا ولایت کې یې درې کسان «د جعلي پيسو» په تور په عام محضر کې په دُرو وهلي‌ دي. یادې محکمې د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) ویلي، دغه کسانو ته د شپږ ـ شپږ میاشتې تنفيذي بند او ۲۰ـ ۲۰ دُرو سزا ورکړل شوې ده.