چين له غزې سره ۱۰۰ مېليونه ډالر مرسته کوي

د چین ولسمشر شي جېن پېنګ د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۳مه) ویلي، چې هېواد به یې په غزه کې د بشري ناورین کمولو او د بیارغونې له هڅو د ملاتړ لپاره ۱۰۰ مېلیونه ډالر مرسته وکړي. هغه دغه څرګندونې په بیجېنګ کې د فرانسې له ولسمشر سره تر ناستې وروسته په یوې خبري غونډه کې کړې دي.




