طالبان: کابل کې لسګونه لیټره الکولي مشروبات او په تور یې څلور کسان نیول شوي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې د کشفي عملیاتو په ترڅ کې یې ۸۰ لیټره الکولي مشروبات کشف کړي او په تړاو یې ۴ کسان نیولي دي. طالبانو ویلي، چې نیول شوي کسان به له څېړنو وروسته طالب عدلي او قضايي ادارو ته وسپاري.




