طالبانو په خوست کې ۳۴ کسان په دُرو وهلي دي

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په خوست کې یې ۳۴ کسان د نشه يي توکو او جعلکارۍ په جرمونو په عام محضر کې له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي او له یوه کال څخه تر ۷ کالو پورې یې په تنفیذي بند محکوم کړي دي.

د طالبانو ستره محکمه وايي، چې په خوست کې یې ۳۴ کسان د نشه يي توکو او جعلکارۍ په جرمونو په عام محضر کې له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرې وهلي او له یوه کال څخه تر ۷ کالو پورې یې په تنفیذي بند محکوم کړي دي.


د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN Women)وايي، له تېرو ۳میاشتو راهیسې د طالبانو له لوري د دوی د سازمان اړوند ښځینه کارکوونکې خپلو دفترونو ته نه دې پرېښودل شوي. وایي، دا بندیزونه د ژغورونکو مرستو د فلج کېدو خطر زیاتوي او هغو ښځو او نجونو ته چې تر ټولو ډېره اړتیا لري مرستې نهشي رسېدی.
د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د ښځو ادارې استازې سوزان فرګوسن په یوې تازه خبرپاڼه کې ویلي چې د «فعلي واکمنې» له لوري لګول شوي محدودیتونه درې میاشتې کېږي چې افغان ښځینه کارکوونکې او قرارداديانې د ملګرو ملتونو دفترونو ته له ننوتلو منع کوي.
د نوموړې په وینا، سره له دې بندیزه، د افغان ښځو کارکوونکو هڅې نه دي درېدلي. فرګوسن وايي: «زموږ افغان ښځینه همکارانو په دې ۹۱ ورځو کې کورونو او ټولنو کې خپل حیاتي کار ته دوام ورکړی او زرګونه اړمن افغانان یې تر پوښښ لاندې راوستي».
هغې زیاته کړې چې دغه ښځینه کارکوونکو د ختیځ او شمال وروستیو زلزلو له اغېزمنو کورنیو سره مرسته کړې، د پاکستان او ایران له لوري راستانه شویو کسانو ته یې لاسرسی برابر کړی او ګڼ شمېر افغانانو ته د اوبو، خوړو، روغتیا، سرپنا، زراعت، اقلیمي مقاومت او معیشت په برخه کې ملاتړ کړی.
د ملګرو ملتونو دغه اداره خبرداری ورکوي چې «څومره چې دا محدودیتونه اوږدېږي، همغومره د ژغورونکو مرستو د بندېدو خطر لوړېږي».
دغه اداره ټینګار کوي چې افغان ښځې د ملګرو ملتونو د عملیاتو نهجلا کېدونکې برخه ده.
فرګوسن په خپل بیان کې څرګندوي:«مرسته باید د ښځو له لوري ښځو ته ورسېږي. یوازې د هغوی په حضور سره کولای شو چې ښځو او نجونو ته په خوندي او فرهنګي توګه مناسب خدمت وړاندې کړو».
ملګري ملتونه دا محدودیتونه د بشري حقونو او برابرۍ د بنسټیزو اصولو ښکاره سرغړونه بولي او وایي چې دا حالت د سازمان د ماموریت پلي کولو وړتیا کمزورې کوي.
د دې وضعیت له املهملګرو ملتونوادارو خپلو عملیاتو ته ځینې لنډمهاله بدلونونه ورکړي او لا هم د دوامدارو بدیلو لارو ارزونه کوي.
دد ملګرو ملتونو د ښځو ادارېد بیان کې په پای کې غوښتنه شوې چې پر افغان ښځینه کارکوونکو د دفترونو بندیز باید «په بیړنۍ توګه لېرې شي» او دوی ته باید د دفترونو او ساحوي فعالیتونو لپاره خوندي لاسرسی ورکړل شي، څو مرستې هغو ښځو او نجونو ته ورسېږي چې تر ټولو ډېرې ورته اړتیا لري.

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، د پاکستان پوځ له بریدونو سره د ځینو افغان سیاستوالو ملاتړ او د طالبانو لهخوا د ملتپالنې دعوې، دواړه «فریبکارانه روایتونه» دي. هغه وایي، د افغانستان د ستونزو ریښتینی حل یوازې د ولس ارادې کې دی، نه د پردیو په ټوپک.
فضل محمود فضلي په تازه فېسبوکي لیکنه کې ویلي چې د جګړې د تېرې جبهې دوه پخواني ویندویان په رسنیزو مرکو کې د پاکستان د پوځ له بریدونو سره «په ښکاره ډول هرکلی او ملاتړ» کړی.
د نوموړي په وینا، دغه کسان دا دریځ «په بشپړ مسولیت او د رښتیني وجدان له مخې» خپلوي.
فضلي ټینګار کړی چې له پردیو د وسلو او ځواک غوښتل د افغانستان غم ته حل لاره نه شي جوړولای.
نوموړي ویلي، هغه ډلې چې د پاکستان د پوځ ملاتړ کوي، «هویتي حربه هم کاروي»، خو د فضلي په باور، دا دواړه عناصر، یعنې هویتي جنجالونه او د پردیو په زور جګړه، په خپله د «پردیو د پلان برخه او زموږ د بربادۍ اساسي عوامل» دي.
نوموړي د طالبانو پر حکومت هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې حاکمه ډله د پاکستان له ښکاره اختلافاتو ناوړه استفاده کوي او د ملتپالنې «کاذبه پروژه» پر مخ وړي.
هغه زیاتوي: «که دوی رښتیا هم پښیمانه وي، باید راولپېنډۍ سره خپلې ټولې پخوانۍ اړیکې وغندي او د ښځو پر زدهکړو او کار بندیزونه لرې کړي.»
هغه په څرګندو ټکو ویلي چې طالبان دا «افغاندوسته ګامونه» نشي اخیستی.
فضلي همداراز لیکلي چې ملتپال افغانان نه د جګنسالارانو «په هویتي انحرافاتو غولېږي» او نه د طالبانو په «کاذب تبلیغاتي کمپاین».
د چارو ادارې پخواني مشر دواړه لوري، یعنې هغه کسان چې د پاکستان له بریدونو ملاتړ کوي، او طالبان «نیابتي جوړښتونه» بللي.
فضلي لیکلي: «دوی تر منځ اختلاف پر واک دی، نه پر اصولو. که اصول وای، جنګسالاران او لبرالان به د طالب واکمنۍ ته تسلیمېدل، ځکه دا واکمنۍ د راولپېنډۍ او امریکا په ملاتړ رامنځته شوې ده».
فضلي په پای کې د حل ریښتینې لاره «ولس ته مراجعه» بللې ده او ویلي چې د افغانستان راتلونکی باید د لویې جرګې، ملي ډیالوګ، ملي اجماع یا ولسي مبارزې له لارې مشخص شي، نه د پردیو په وسله.
فضلي ټینګار کړی: «همدا زموږ یوازینۍ او رښتینې لاره ده!»

په پاکستان کې د روسیې سفیر البرت خورف او د طالبانو سفیر احمد شکیب په اسلاماباد کې یو له بل سره لیدلي دي. البرت خورف د شنبې په ورځ د لیندۍ په ۱۵مه په اېکس کې ویلي چې په دغه لیدنه کې د امنیتي چارو او په سیمه کې د سولې او ټیکاو د پیاوړتیا پر اړینو ګامونو ځانګړی بحث شوی دی.
د خورف د څرګندونو له مخې، دواړو لورو د روسیې او د طالبانو د ادارې د اوسنیو اړیکو اوسنی وضعیت وڅېړه او ټینګار یې وکړ چې باید په هغو برخو کې ګډ کار نور هم پیاوړی شي چې دواړه لورو ته ګټور دی. دغه لیدنه وروسته له هغې شوې چې د پاکستان او طالبانو د ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا تازه په سپین بولدک کې نښته شوې ده.
مېشتو سرچینو افغانستان انټرنیشنل ته تر دې وړاندې ویلي وو چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د لیندۍ په ۱۴مه نېټه د کندهار د سپین بولدک په پوله، چې د پاکستان د چمن سیمې سره نښلیږي، جګړه شوې ده. د روسیې سفیر مخکې ویلي و چې مسکو چمتو دی د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو د هوارولو لپاره منځګړیتوب وکړي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې افغانستان د طالبانو تر واک لاندې له ځانګړو ستونزو سره مخ دی. پوتین پرته له دې چې د دغو ستونزو جزییات وړاندې کړي، زیاته کړې: «افغانستان څو لسیزې په کورنۍ جګړه کې تېرې کړي او دا یو ډېر دردوونکی حالت دی».

د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون ویلي چې تېره ورځ د هېواد له بېلابېلو لارو ۳۱۳۴ افغان کډوال لارو له پاکستان او ایران نه په جبري افغانستان ور ستانه کړای شوي دي. کمېسیون ویلي، دغه کډوالو سره مالي او خدماتي مرستې شوي او خپلو ولایتونو ته لېږدول شوي دي.
د کمېسیون په راپور کې راغلي، د شنبې په ورځ کندهار ته د سپین بولدک له لارې ۳۹۱ کورنۍ، چې شمېر یې ۲۱۸۳ تنه و راستانه شوي. همدا ډول، ننګرهار ته د تورخم له لارې ۹۹ کورنۍ، چې ۵۵۱ تنه وو، بایومیټریک شوي، او هرات ته له اسلام کلا ۱۴ کورنۍ، ۵۷ تنه وو، هېواد ته راستانه شوي دي.
راپور زیاتوي، په نیمروز کې د ورېښمو لار له لارې ۵۴ کورنۍ، ۲۳۴ تنه، او همداراز ۸۲۳ مسافر هېواد ته راستنه شوي، او هلمند ته د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ، ۱۰۹ تنه، ستانه او ثبت شوي دي.
همدا راز ویل شوي، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې له خوا راستنو شویو کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، او د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی دی.
د طالبانو د یاد کمېسیون په راپور کې زیاته شوې، د مالي چارو د تنظیم کمېټو له لارې ټولو کورنیو ته شاوخوا ۷ میلیونه افغانۍ مالي مرستې وېشل شوې. سربېره پر دې، راستنو شویو کډوالو ته خوراکي توکي، اوبه، او وړیا سیمکارتونه چې انټرنېټي بستې پکې فعالې وې، هم ورکړل شوي، ترڅو د هغوی لومړنۍ اړتیاوې په اغیزمنه توګه پوره شي.

د ډیورنډ پر کرښه د دروازو تړل کېدو په دوام د ايران د خراسان رضوي ولايت والي غلامحسين مظفري ويلي چې له ايران څخه افغانستان ته د توکو صادرات بايد دوه برابره شي. نوموړی وايي، د ايران او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره هغه په روانه مياشت کې هرات او کابل ته سفر هم کړی.
د ايران د کورنيو رسنيو د راپور له مخې، مظفري د شنبې ورځ د (لیندۍ ۱۵مه) د خراسان رضوي د دولت او خصوصي برخې د ګډې ناستې پر مهال وویل چې له افغانستان سره د ايران صادرات بايد په محسوس ډول زيات شي.
د خراسان رضوي والي په همدې غونډه کې زياته کړه: «زموږ ټينګار دا دی هغه توکي چې په افغانستان کې توليديږي، له بل هېواده ايران ته وارد نه شي؛ بلکې هماغه له افغانستانه راوړو او پر دې خبره موږ ټينګ ولاړ يو».
بل لور ته، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي څو ورځې مخکې ويلي وو چې پر ډیورنډ کرښه به دروازې يوازې په محدود ډول د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد لپاره پرانيستل شوي دي، خو د دواړو هېوادونو سوداګريزې راکړې ورکړې لا هم بندې دي.
د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ تر سرحدي نښتو وروسته، اسلاماباد د تلې پر ۲۰مه نېټه د تورخم او چمن پوله په بشپړ ډول وتړله. پر ډیورنډ کرښه دلارو تړل کېدو او د سوداګرۍ درېدو له امله طالبانو هڅه کړې چې له سيمه ييزو هېوادونو په ځانګړي ډول ايران او ازبکستان سره سوداګريزې اړيکې پراخې کړي.