ټېلېګراف: علي خامنه‌يي د خپل امنیت چارې سپاه پاسدران ته سپارلي دي

ټېلېګراف ورځپانې د یوه لوړپوړي ایراني چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې علي خامنه‌يي د پوځ او پولیسو پرتله له سپاه پاسداران سره ډېر په اړیکه کې دی، ځکه نوموړی د سپاه پاسداران په لیکو کې د بې ثباتۍ خطر صفر ګڼي او د خپل ځان امنیت یې هم یادو ځواکونو ته سپارلی دی.