خامنه‌یي: ورانکارانو د امریکا د ولسمشر د خوښۍ لپاره د خپل هېواد ودانۍ ویجاړې کړې

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌يي ویلي، تېره شپه په تهران او د هېواد په یو شمېر نورو سیمو کې «یو شمېر ورانکارانو» د خپل هېواد ودانۍ ویجاړې کړې دي. خامنه‌يي د خپلو څرګندونو پر مهال ادعا کړې، چې دغو کسانو د امریکا د ولسمشر د خوښۍ لپاره دا کار کړی.