لهستان له خپلو وګړو وغوښتل چې سمدستي ایران پرېږدي

د لهستان د بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد له وګړو غوښتي چې «سمدستي ایران پرېږدي». دغه وزارت له لهستاني وګړو همدارنګه غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا پورې ایران ته دې له هر ډول سفر څخه ډډه وکړي، ځکه چې «د ایران کورنی وضعیت بېثباته دی».





