ټرمپ د ایران مشرانو ته؛ که پر لاریونوالو ډزې وکړۍ نو پر تاسو به هم ډزې وکړم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران کې روانو لاریونونو ته په غبرګون کې ویلي:«د ایران مشرانو ته وایم، ښه به وي، چې پر لاریونوالو ډزې ونه‌کړۍ، ګنې موږ به هم ډزې پیل کړو». نوموړي ویلي، له څو ورځو راهیسې د ایران مسایل له نږدې څاري.