د اروپا د پارلمان مرستیاله: د ایران «رژیم» هڅه کوي چې د ظلم له لارې د خلکو غږ چُپ کړي

د اروپا پارلمان مرستیالې پنا پیچرنو په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ایران «رژیم» یو ځل بیا هڅه کوي چې د ظلم او تاوتریخوالي له لارې د خلکو غږ چُپ کړي. نوموړې ویلي، چې زده‌کوونکو، ښځو او عامو خلکو د ازادۍ لپاره خپل هر څه په خطر کې اچولي او اروپا باید د یادو لاریونوالو تر څنګ ودریږي.