د جرمني لومړی وزیر: په ایران کې د لاریون کوونکو وژنه په کلکه غندو

د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ په ایران کې د امنیتي ځواکونو له‌خوا پر لاریونوالو د ډزو په غبرګون ویلي:«موږ د ایران د امنیتي ځواکونو له‌خوا د تاوتریخوالي د راپورونو په اړه ژوره اندېښنه لرو او د لاریون کوونکو وژنه په کلکه غندو».

نوموړي په خپله اېکس پاڼه ویلي: «زه او د برېتانیا لومړی وزیر کې‌یر سټارمر له ایراني چارواکو غواړو، چې له تاوتریخوالي ډډه وکړي او د ایرانیانو اساسي حقونو ته درناوی وکړې».