د امریکا د استازو مجلس غړې: د ایران زړورو خلکو تر څنګ ولاړ یوو

د امریکا د استازو مجلس غړې نیکول مالیوتاکیس ویلي چې متحده ایالات د ایران زړورو خلکو ملاتړ کوي؛ هغه خلک چې د رژیم بدلون، د خپل برخلیک د ټاکلو حق او ازادي غواړي.

د امریکا د استازو مجلس غړې نیکول مالیوتاکیس ویلي چې متحده ایالات د ایران زړورو خلکو ملاتړ کوي؛ هغه خلک چې د رژیم بدلون، د خپل برخلیک د ټاکلو حق او ازادي غواړي.
هغې پر اېکسپاڼه لیکلي: «موږ د ایران د زړورو خلکو تر څنګ ولاړ یوو؛ هغه خلک چې د بدلون، ځانبساینې او ازادۍ غوښتونکي دي.»
مالیوتاکیس زیاته کړې: «هیله ده ۲۰۲۶ کال هغه کال وي چې په ټوله نړۍ کې ځپونکي او د بشري حقونو سرغړونکي دیکتاتوران پکې نسکور شي.»


په امریکا کې د پاکستان سفیر وایي، په پاکستان کې امنیتي ګواښونه افغانستان پورې تړلو ترهګریزو فعالیتونو او له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوو پرمختللو وسلو د ناوړه استفادې له امله زیات شوي دي. نوموړي ټینګار کړی،چې له دغو ننګونو سره د مبارزې لپاره له امریکا سره د همکارۍ دوام اړین دی.
د پاکستاني رسنۍ «ای ار وای» د دغه هېواد د رسمي خبري اژانس (اېپيپي) له قوله راپور ورکړی چې، رضوان سعید شیخ دا څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د وسله والو خدمتونو د کمېټې له مشر مایک راجرز سره په لیدنه کې کړې دي.
هغه ویلي، ۲۰۲۶کال د امنیت او اقتصاد په برخو کې د پاکستان او امریکا ترمنځ د همکاریو د پراخولو لپاره یو مناسب فرصت دی.
پاکستاني سفیر د خپل هېواد د کورنیو امنیتي ګواښونو په اړه ویلي، چې په ۲۰۲۴کال کې د ترهګریزو پېښو شمېر د تېر کال په پرتله ۴۰سلنه او په ۲۰۲۵کال کې شاوخوا ۲۵سلنه زیات شوی دی. د هغه په وینا، د دغو ګواښونو یوه برخه د هغو پرمختللو وسلو د ناوړه استفادې پایله ده چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوې دي.
پاکستاني سفیر د ۲۰۲۵کال د مې میاشتې د هند او پاکستان ترمنځ پېښو ته په اشارې سره ویلي، چې د هند دریځ د سیمې امنیت له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. نوموړي خبرداری ورکړی، چې په شاوخوا ۱.۷میلیارد نفوس لرونکې سیمه کې د «براهموس» په څېر د پرمختللو توغندیو کارول، کولی شي د سیمې ثبات له جدي خطر سره مخ کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم ځو ځله په خپلو ویناوو کې له طالبانو څخه د هغو وسلو د بېرته اخیستلو یادونه کړې چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو څخه پاتې شوې دي. خو طالبانو ویلي چې یادې وسلې دوی ته په غنیمت ورپاتې دي او هیڅکله به یې امریکا ته ورونه سپاري.
بل خوا پاکستاني چارواکي تل دا ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان په خاوره کې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او له هغه ځایه د پاکستان پر وړاندې بریدونه پلان کوي، خو طالبان د پاکستان امنیتي ستونزې د دغه هېواد کورنۍ مسئله بولي او د ترکیې او سعودي عربستان په کوربتوب له پاکستاني استازو سره په خبرو کې یې هم پر همدې دریځ ټینګار کړی دی.

د ایران د بشري حقونو سازمان اعلان کړی چې د ایران د لاریونونو له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۵۱ لاریونکوونکي په ۱۱ ولایتونو کې وژل شوي دي.
دغه سازمان زیاته کړې چې په دې شمېر کې یوازې هغه پېښې شاملې دي چې په مستقیم ډول د ایران د بشري حقونو سازمان او یا هم د دوو خپلواکو سرچینو لهخوا تایید شوې دي.
د دې سازمان د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، د وژل شویو کسانو له ډلې ۹ تنه تر ۱۸ کلونو کم عمره دي، خو تر اوسه د ټولو د پیژندلو اسناد نه دي بشپړ شوي چې د هغوی دقیق عمر وښیي.
د ایران د بشري حقونو سازمان لیکلي چې د ایران په لوېدیځو سیمو کې د مرغومي د ۱۸مې نېټې د لاریونونو پر مهال د لږ تر لږه دوو کسانو د وژل کېدو راپور ورکړل شوی دی.
د راپور له مخې، ایراني ځواکونو د لاریونکوونکو پروړاندې درنې وسلې کارولي او په ځینو ښارونو کې د لاریونکوونکو ډلهییزه نیونه هم روانه ده.
یاد سازمان زیاتوي چې د وروستیو لاریونونو د نیول شویو کسانو شمېر له ۲۲۰۰ تنو څخه اوښتی دی.

د ملګري ملتونه د بشري حقونو عالي کمېشنر فولکر تورک د ایران د وروستیو سراسري اعتراضونو پر مهال د تاوتریخوالي د راپورونو، په ځانګړي ډول د خلکو د وژل کېدو، په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.
فولکر تورک ویلي، د اعتراضونو پر مهال د مرګژوبلې ټولې پېښې باید ژر تر ژره، په خپلواک او بېطرفه ډول وڅېړل شي. هغه ټینګار کړی چې د بشري حقونو د هر ډول سرغړونې عاملینو سره باید د نړیوالو اصولو او معیارونو له مخې حساب وشي.
هغه د ایران حکومت لهخوا د انټرنېټ د سراسري پرې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، دا ډول اقدامات د بیان ازادي او معلوماتو ته د خلکو لاسرسی کمزوری کوي. د هغه په وینا، د انټرنېټ بندښت نه یوازې د بشري حقونو د سرغړونو د مستندسازۍ بهیر اغېزمنوي، بلکې د خلکو اړینو او بېړنیو خدمتونو ته پر لاسرسي هم ناوړه اغېز لري.
فولکر تورک له ایراني چارواکو غوښتي چې د بشري حقونو نړیوال مکلفیتونه ته درناوی وکړياو د اعتراضونو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر ځای د قانون او حساب ورکونې لاره خپله کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان وايي، چې یاد سازمان د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته په یو استول شوي لیک کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د غیرقانوني نیولو، ځورولو او شړلو په اړه خپله جدي اندېښنې څرګندې کړې ده. دوی وايي، پاکستان دې د افغان کډوالو د ځوورولو پروسه ودروي.
د بخښنې نړیوال سازمان نن جمعه، د مرغومي پر ۱۹مه پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د یاد سازمان له شهاز شریف څخه غوښتنه کړې ده، چې د افغان کډوالو شړل ودروي او ډاډ ترلاسه کړي چې هغه کسان چې د نړیوال خوندیتوب اړتیاوې لري د نړیوال بشري حقونو له قانون سره سم خوندي شي.
دا سازمان زیاتوي چې پاکستاني چارواکي باید ډاډ ورکړي، چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو حقونه خوندي دي، په ځانګړې توګه خپل سري نیول او د کډوالو له کمپونو او د هغوی د استوګنې ځایونو څخه د شړلو څخه ډډه وشي.
په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو او په ځانګړي توکه د طالبانو له لوري امنیتي ګواښونو لاندې افغانانو نیول او افغانستان ته د بېرته ستنولو پروسه لا هم چټکه روانه ده.
پاکستان د افغان کډوالو زیاتره بنډغالي وتړل او اوسیدونکي افغانان یې بېرته هېواد ته ولېږل.
څو ورځې وړاندې د بې پولې ډاکټرانو سازمان ویلي و، د ژمي له سړې هوا سره هممهاله له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو په افغانستان کې بشري بحران لا پسې ژور کړی او د ښځو او ماشومانو ژوند یې له جدي ګواښونو سره مخ کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ تازه ویلي و، چې د ۲۰۲۵کال له جنورۍ تر نومبر پورې شاوخوا ۱.۸میلیونه افغانان له ایران او نږدې ۹۰۰زره نور له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

ایران دا مهال د تاریخ له حساسو پړاوونو څخه تېرېږي؛ داسې پړاو چې نه یې یوازې داخلي ثبات لړزولی، بلکې په نړۍوال سیاست کې یې هم له جدي ننګونو سره مخ کړی دی. له یوې خوا ولسي لاریونونه، اقتصادي فشارونه او له بلې خوا د نړۍوال تقابل ګواښونو ایران د «ډانګ او پړانګ» تر منځ درولی دی.
د خلکو او حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې زیاتېږي او د امنیتي لارو پر کارولو ټینګار نه یوازې اعتراضونه نه دي مهار کړي، بلکې د ولسي ناخوښۍ کچه یې نوره هم لوړه کړې ده. دغه حالت د ایران د واکمن نظام لپاره د مشروعیت او دوام جدي پوښتنې راپورته کړې دي.
په ورته وخت کې ایران له سختو نړۍوالو فشارونو او احتمالي تقابل سره هم مخ دی. د امریکا او لوېدیځو هېوادونو خبرداري، بندیزونه او د سیمهییزو شخړو سیوری تهران د بهرني فشار تر څنګ درولی دی. دا وضعیت ایران داسې حالت ته رسولی، چې نه کولی شي له داخلي غوښتنو سترګې پټې کړي او نه هم له نړۍوالو فشارونو ځان بېغمه احساس کړي.
ولس او حکومت تقابل
په ایران کې روان سراسري اعتراضونه د خلکو او حکومت تر منځ د ژور واټن څرګنده نښه ده. لاریونوال چې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، سیاسي محدودیتونو او ټولنیزې ځپنې له امله راوتلي، نور یوازې اصلاحات نه، بلکې بنسټیز بدلون غواړي. دا حالت د ایران د واکمن نظام لپاره تر ټولو جدي داخلي ازموینه بلل کېږي.
خو د حکومت ځواب تر ډېره امنیتي بڼه لري. پراخې نیونې، مرګونې ډزې، عامه تاوتریخوالی او د اطلاعاتو محدودول هغه لارې دي چې تهران یې د اعتراضونو د مهارولو لپاره کاروي. دا چلند نه یوازې د ولس غوسه نوره هم پاروي، بلکې د حکومت مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.
بهرنی فشار
له بلې خوا، ایران له سخت نړۍوال فشار سره هم مخ دی. امریکا، اروپايي اتحادیه او یو شمېر لوېدیځ هېوادونه د ایران د بشري حقونو سرغړونې غندي او د لا زیاتو بندیزونو خبرداری ورکوي. واشنګټن په ښکاره ډول ویلي، چې د لاریونوالو پر وړاندې مرګونی ځواک به بېځوابه پاتې نه شي.
اروپايي هېوادونه که څه هم محتاط دریځ لري، خو د بشري حقونو په برخه کې د ایران کړنې د منلو وړ نه بولي. بریتانیا، فرانسه او جرمني د همغږۍ او ګډ فشار خبره کوي، چې دا هر څه تهران نور هم تر نړۍوالې انزوا نږدې کوي.
ایران همدارنګه د احتمالي پوځي تقابل تر سیوري لاندې هم دی. که څه هم ایراني چارواکي د امریکا او اسراییل د برید امکان «منتفي» بولي، خو د سیمې وضعیت، د وسلو پراختیا او د نیابتي ډلو فعالیتونه دا خطر ژوندی ساتي. دا وضعیت ایران د داسې حالت پر لور بیایي، چې هره تېروتنه کولی شي لوی بحران وزېږوي.
اقتصادي ننګونې
اقتصاد د ایران په اوسني بحران کې تر ټولو کمزورې ستن ګڼل کېږي. د کلونو بندیزونو، د تېلو صادراتو محدودیت، د اسعارو د ارزښت ټیټوالی او لوړ انفلاسیون په نتیجه کې د خلکو ژوند له سختیو ډک شوی دی. کورنۍ، سوداګرۍ او د ورځني ژوند اړتیاوې د خلکو لپاره لا ستونزمنې شوې دي او اقتصادي فشارونو د ټولنیزې بېباورۍ او نارضایتي کچه لوړه کړې ده.
شنونکي وايي، که اقتصادي وضعیت نور هم خراب شي، نو د ولسي اعتراضونو څپه به پراخه او دوامداره شي، چې د حکومت لپاره به یې کنټرول ډېر ستونزمن وي. په دې شرایطو کې نه یوازې داخلي ثبات تر خطر لاندې راځي، بلکې د ایران نړۍوال اقتصادي او سیاسي موقف هم اغېزمنېږي، چې ښيي اقتصاد د دې بحران تر ټولو نازک او مهمه برخه ده.
نننی حقیقت دا دی، چې ایران د ډانګ او پړانګ تر منځ ولاړ دی؛ که له دننه د ولس غږ ته غوږ ونه نیسي، د داخلي انفجار له خطر سره مخ دی او که له بهرني فشار سره ټکر ته لاړ شي، نړۍواله انزوا او حتا پوځي تقابل یې په تمه دی. د دې دواړو لارو پایله د ایران لپاره درنه بیه لري.
شنونکي باور لري، یوازینۍ معقوله لار دا ده چې تهران د زور پر ځای د سیاست لاره خپله کړي، د خلکو مشروع غوښتنې ومني او له نړۍ سره د تقابل پر ځای تعامل ته مخه کړي. که نه، ایران به د ډانګ او پړانګ تر منځ داسې وځپل شي، چې بیا به د وتلو لاره اسانه نه وي.